اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې ۱۸۹ محصلين فارغ کړل

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې ۱۸۹ محصلين فارغ کړل
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د درې پوهنځيو څخه ۱۸۹ نارينه او ښځينه محصلين فارغ شول.
د فراغت دا په زړه پورې مراسم د لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې نيول شوي وو.
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس پوهنيار عبدالمنان سلطاني لومړی د فارغو محصلينو کورنيو ته مبارکي وکړه او بيا يې د خپل کاري ټيم هڅې وستايلې.
سلطاني وويل:
«۱۳۹۸ کال زموږ لپاره د کيفيت په لحاظ کمساری و، موږ له ډېرو علمي بنسټونو سره د کيفيت جوړولو په خاطر هوکړه ليکونه وکړل، د خپلو استادانو او اداري ډلې ظرفيت مو ۹۰ سلنه ته لوړ کړ.»
هغه وويل، د هلمند په څېر ولايت کې يې هم د وزارت ټول اصول، کړنلاره او پاليسي تطبيق کړې ده.
عبدالمنان سلطاني وويل، تر ټولو ډېر تمرکز يې پر کيفيت دی چې په همدې اساس اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د زون په کچه ظرفيت سازۍ کې نوم لري.
تر دې وروسته د هلمند ولايتي شورا رئيس عطاء الله افغان خبرې وکړې او ويې ويل په اوسنيو شرايطو کې تر دې بل د خوښۍ خبر نشته چې اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې ۱۸۹ د ګل غونډې ځوانان په علم سمبال ټولنې ته وړاندې کړل.
هغه د اراکوزيا د رهبرۍ د غړو، استادانو او ټولو کارکوونکو هڅې وستايلې چې د ټولنې د پرمختګ او د روانو بدبختيو څخه د ژغورنې لپاره يې لسګونه ځوانان وروزل.
نوموړي ژمنه وکړه چې فارغو ځوانانو ته د دندو په موندلو کې به همکاري وکړي.
وروسته د هلمند ولايت مقام استازي زاهد اتل د والي تورن جنرال ياسين خان پېغام ولوست.
په پېغام کې لومړی فارغو محصلينو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکول شوې وه او بيا د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې له رهبرۍ او استادانو مننه شوې وه چې بيا يې يوه ډله ځوانان وروزل او ټولنې ته يې ډالۍ کړل.
والي په خپل پېغام کې اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې سره د هر راز همکارۍ ټينګه ژمنه کړې وه.
تر دې وروسته يو شمېر مېلمنو ته ډالۍ ورکړل شوې او د هلمند ولايتي شورا لخوا د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ د ستاينې په موخه رئيس ته ستاينليک هم ورکړل شو.
بله برخه د لوړې وه، چې د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس لخوا فارغو محصلينو ته د تقدس قسم ورکړل شو او له دوی کلکه ژمنه واخيستل شوه چې د اسلام د مقدس دين، نافذه قوانينو، ملي ارزښتونو او افغاني کلتور په رڼا کې به له خپل علم ګټه اخلي او ټولنې ته به خدمت کوي.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې په ترتيب د ښوونې روزنې، حقوق او سياسي علوم او انجينريو پوهنځي محصلين راوغوښتل شول او د مسؤلين له لوري بری ليکونه ورکړل شول.
د يادونې ده چې دا د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې پنځمه دوره فراغت غونډه وه چې پکې ۱۸۹ محصلين ټولنې ته وړاندې شول چې دېرش سلنه يې نجونې وې.

په درنښت
د نشراتو مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *