د طب پوهنځی محصلينو ته عملي زده کړه ورکړل سوه!

۱۴۰۲/۰۲/۲۴ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی اتم سميسټر محصلينو ته د جوف څخه د مايع ايستنې يا ( Thoracentesis) اړوند عملي کار ترسره سو.

په نوموړي عملي کار کي ښاغلي ډاکټر متخصص سردارولي صالحي له لوري محصلينو ته د (Thoracentesis) تشخيص، اسبابو او درملنه وښودل سوه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه