مياشتنۍ علمي شورا غونډه دايره سوه


۱۴۰۱/۱۰/۰۱ لمریزکال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ غړو ترمنځ د قوس مياشتي مياشتنۍ علمي شورا غونډه دايره سوه.

ددې مياشتي په علمي شورا غونډه کي پر محروم محصلينو، فاينل ازموينو، ربعواره راپورونو، نتايجو پر وخت چمتو کول او يو شمېر نورو موضوعاتو باندي خبري اتري وسوې.

ياده غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، د مؤسسې مرستيالانو، پوهنځی رئیسانو، آمرينو او مديرانو ګډون درلود.

درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه