د طب پوهنځی محصلينو ته د ويني ګروپ معلومولو عملي زده کړه ورکړل سوه!


۱۴۰۱/۰۸/۲۹ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د دوهم ټولګی اناث محصلينو ته د ويني ګروپ معلومولو اړوند عملي زده کړه ورکړل سوه.

ياده عملي زده کړه د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې په معياري لابراتوار کي د ښاغلي استاد پوهنيار محمدالله محمدي له لوري ورکړل سوه. د همدې موضوع اړوند وړاندي محصلينو ته نظري زده کړه ورکړل سوې وه، چي نن يې په عملي ډول هم زده کړه ترلاسه کړه.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره د خپلو محصلينو علمي ظرفيت لوړولو لپاره د غوره نظري زده کړو تر څنګ وخت پر وخت د مسلکي او باتجربه استادانو له لوري محصلينو ته عملي زده کړه هم ورکول کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه