د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کيفيت رياست له لوري د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د روانو علمي چارو څخه ليدنه وکړه

                                                               ۱۴۰۱/۰۸/۲۸ لمريز کال 

د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کيفيت رياست څخه راغلي دري کسیزه هيئت هر يو لکه د تضمين کيفيت آمر ښاغلی صفت الله حامد، د تضمين کيفيت د بورډ غړی ښاغلی پوهاند محمد انور سراج او د تضمين کيفيت مدير ښاغلی عبدالوهاب رادمنش له لوري د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمين کيفيت مديريت، کتابتون، لابراتوار، کمپيوټرليب، PDC او کادري روغتون څخه ليدنه وکړه.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمين کيفيت لومړی او دوهم پړاو په برياليتوب سره ترسره کړی او اميد سته چي دا دريم پړاو هم دخيره په بري سره بشپړ کړي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه