د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې غړیو له لوري د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه


۱۴۰۱/۰۹/۰۷ لمريز کال

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو د اتحادیې محترم مشر دوکتور احمد طارق کمال، د اتحادیې محترم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالبر، د اتحادیې د نشراتو، فرهنګي چارو او عامه اړیکو رئیس محمد کریم ناصري، د بایزید روښان پوهنتون رئیس پوهاند حافیظ الله حداد او د ځينو نورو خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کوړو مؤسساتو ښاغلو مؤسیسنو، رئیسانو او استازو په هلمند ولایت کي د اراکوزیا خصوصي لوړو زړه کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.
تر لیدني وړاندي د اتحادیې د ښه راغلاست په موخه د اتحادیې له محترمو غړیو او درنو میلمنو سره ناسته ترسره سوه.
په ناسته کي د اراکوزیا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې محترم مؤسس ډاکترصاحب عصمت الله یعقوبي، رئیس پوهنیار عبدالمنان سلطاني، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو هم ګډون کړی وو.
د لیدني پر مهال د اتحادیې درنو غړیو او میلمنو ته د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د دې مؤسسې د فعالیت، خدمت او اسانتیاو په اړه معلومات او د خصوصي مؤسیساتو شته ستونزي هم ورسره شریکي کړې او دحل غوښتنه یې ترې وکړه.
تر ناستي وروسته د اتحادیې محترمو غړیو او راغلیو میلمنو د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې له اداري شعباتو، درسي ټولګیو، کتابتون، کمپیوټر لب، لابراتوارونو، او ټولو اسانتیاو څخه لیدنه وکړه.

باید ووایم چي د ارا کوزیا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ډاکتر عصمت الله یعقوبي دجنوب زون د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو مرستیال ټاکل سوی دی.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه