ژور خپګان اړوند د عامه پواوي سمینار وړاندي سو.

                                                                 ۱۴۰۱/۰۷/۲۷ لمريز کال 

په اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې کي د ژور خپګان اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د (PDC) یا مسلکي پراختیا آمریت په مرسته او همږغۍ د ښاغلي ډاکتر هدایت الله «ژوند» له لوري وړاندي سو.

پدې سمينار کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکتر عصمت الله یعقوبي، علمي مرستيال ښاغلي انجنیر صفي الله یعقوبي، استادانو او محصلینو پکښي ګډون درلود.

په یاد سمینار کي د ژور خپګان (Depression) پېژندني، سر شمېرني، ډولونو، ژور خپګان پر نښو، اسبابو او نور اړين او ګټور مالومات د سمينار ګډون والو ته وړاندي سول.

د همدې سمینار یوه اړینه برخه چي د (ژور خپګان درملنه، ژغورني لاري او کنټرول) اړوند به انشاالله راتلونکي اونۍ د چهار شنبې په ورځ وړاندي سي، چي ټول علمي او فرهنګي ليوالتيا لرونکي کولای سي زموږ سره په سمینار کي کډون وکړي.

په درنښت
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه