د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی علمي شورا غونډه دايره سوه

                                                                ۱۴۰۱/۰۴/۱۱ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رهبرۍ او د علمي شورا غړو له لوري مياشتنۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه.
په غونډه کي د يادې پوهنځی رئیس ښاغلي نیازمحمد احساس، د څانګو آمرينو او د يادې پوهنځی د علمي شورا غړو پکښي ګډ درلود.

په دې مياشتنۍ علمي شورا غونډه کي د را روانو فاينل ازموينو پر مکانيزم او يو شمير نورو موضوعاتو باندي خبري اتري وسوې.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې هره پوهنځی د خپلو چارو پر وخت ترسره کیدو او د چارو اړوند ښې همږغۍ لپاره هره مياشت بېلا بیلي غونډه ترسره کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه