قربانۍ اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو

قربانۍ اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو.

                                                                 ۱۴۰۱/۰۴/۰۸ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د PDC مرکز د انکشافي پلان مطابق د قربانۍ (اختري) اړوند د عامه پوهاوي سمينار داير سو.

ياد سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو د مرستيال او استاد ښاغلي حافظ عبدالولي رازقي له لوري وړاندي سو، چي په سمينار کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، د مؤسسې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ګډون درلود.

په نوموړي سمينار کي د اختري پر پيژندني، تاريخچې، د قربانۍ حيواناتو، قربانۍ باندي الهي حکم، قربانۍ فضليت، قربانۍ د غوښو پر ويش او يو شمېر نورو موضوعاتو باندي ګډونوالو ته مالومات وړاندي سول.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه