ازمويني کميټې غونډه دايره سوه

ازمويني کميټې غونډه دايره سوه.
۱۴۰۱/۰۴/۰۸ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ازمويني کميټې خپله پلان سوې غونډه ترسره کړه.

ياده غونډه کي د مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، د مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، محصلانو چارو مرستيال حافظ عبدالولي رازقي، د تضمين کيفيت او اعتبار ورکوني آمر ښاغلي نذير احمد رښتيني، د پوهنځيو استازو او کمیټې غړو پکښي ګډون درلود.

په نوموړي غونډه کي د را روانو فاينل ازموينو پر وخت، مهالويش، د پوښتن پاڼې پر پوښتونو او نمرو ترتيب، ګټينګ، پوښتن پاڼې پر کتني او نمرو اعلان وخت، محروم محصلينو پر ليست چمتو کولو او يو شمېر نورو موضوعاتو باندي خبري اتري او پريکړې وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه