محصلينو ته د مقاله ليکني ورکشاپ داير سو

محصلينو ته د مقاله ليکني ورکشاپ داير سو.
۱۴۰۱/۰۴/۰۵ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلينو ته د مقاله ليکني يو ورځنی ورکشاپ داير سو.

ياد ورکشاپ د PDC مرکز له لوري او د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د څيړنيز مرکز په مرسته د څيړنيز مرکز له خوا دښاغلي پوهنيار ظاهر شاه صفاري لخوا محصلينو ته پر مقاله ليکني اړوند ورکشاپ وړاندي سو.

ياد ورکشاپ کي محصلينو ته د مقالې ليکني پر لارو چارو باندي مالومات وړاندي سوه، چي ددې ورکشاپ په مرسته به محصلين وکولای سي، چي مقالې وليکي او هم یې په بېلابیلو رسنيو کي خپرې کړي.

په ورکشاپ کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، PDC آمر، د څيړنيز مرکز آمر، استادانو او محصلينو ګډون کړی و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه