د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او آرزيابي پلاوي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه


۱۴۰۱/۰۳/۳۰ لمريز کال

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د نظارت او آرزيابي رياست له لوري راغلي پلاوی د حقوقو او سياسي علومو او ښووني او روزني پوهنځی څخه رسمي نظارت او آرزیابي وکړه.

ياد پلاوي د ښاغلي احمد جاهد درانی، شفيع الله نقشبندي او حکمت الله فیاض د لوړو زده کړو وزارت له لوري اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې ته د علمي چارو د روان کاري بهير د آرزيابي او نظارت په موخه راغلی و.

د مؤسسې د مؤسس او رهبرۍ له لوري ياد پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ د مؤسسې د آرزيابۍ لپاره د ښې همکاري ډاډ وويل سو، ياد راغلي پلاوي لومړی د حقوقو او سياسي علومو او ښووني او روزني پوهنځی او څانګي د تضمين کيفيت اړوند د چارو څخه آرزيابي او نظارت وکړ.

راغلي پلاوي د علمي بهير د ښې ليدني په موخه ټولګيو کي د محصلينو سره هم وليدل، چي د هغوی څخه يې د علمي خدمات نظر پوښتنه وکړه، چي د محصلينو لوري نوموړو ته اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه د ښه علمي (نظري/عملي) لوړو زده کړو غوره علمي چاپيريال او بنسټ يادونه وسوه او د خپل روان درسي بهير څخه يې د ښه والي يادونه ورته وکړه.

د پلاوي له لوري دوهم قدم کي د مؤسسې د ټولو علمي، اداري او خدماتي ادارو او برخو څخه ليدنه وکړه او رهبرۍ ته يې د چارو ښې پرمختيا هيله وښوده.

د يادوني وړ ده، چي ياد پلاوي د دوو ورځو په جريان کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د چارو څخه نظارت او ارزيابي ترسره کړه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه