نظم، شکاياتو اورېدو او امربالمعروف کميټې خپله مياشتنۍ غونډه وکړه

                                                                 ۱۴۰۱/۰۳/۱۵ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د نظم ډيسپلين، شکاياتو اورېدو او امربالمعروف و نهي المنکر کميټې د غړو له لوري نن خپله مياشتنۍ غونډه وکړه.

په يادې غونډه کي د اناث محصلينو پر شرعي لباس، د محصلينو پر نظم همدارنګه د محصلينو ستونزو ته د رسېدني په موخه د شکاياتو صندوقونه څخه شکايتونه راټول او پر حل لارو یې خبري اتري وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه