د هلمند ولايت د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه


۱۴۰۱/۰۳/۱۵ لمريز کال

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت د هلمند ولايت فوق العاده استازی د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د روان علمي او تدريسي بهير څخه ليدنه او آرزونه وکړه.

په ياده ليدنه کي د لوړو زده کړو فوق العاده استازي ښاغلي ډاکټر سميع الله سعيد او ورسره پلاوی یې نن ورځ د يادې مؤسسې د روان تدريسي او علمي بهير څخه ليدنه او آرزونه وکړه، چي پدې آرزوني کي د استادانو له تدريسي کورس پاليسۍ، تدريسي نصاب او د تدريسي بهير تر څنګ د محصلينو څخه درسي جريان پوښتني وسوې، چي د محصلينو له لوري ورته د ښه تدريس او غوره علمي تدريسي جريان يادونه وسوه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه