د طب پوهنځی محصلينو ته عملي زده کړه ورکول سوه

                                                                  ۱۴۰۱/۰۳/۱۴ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی (۱۱) سميسټر محصلينو د عملي په موخه د اراکوزيا معالجوي روغتون په دوو عملياتو کي برخه واخيستله.
په يادو عملياتو کي د ډاکټرانو له لوري د عملياتو ترسره کولو په جريان کي محصلينو ته علمي او عملي لارښووني او زده کړه ورکول سوه، چي ياد ګډون محصلينو ته د هغوی په راتلونکي عملي کاري چاپيريال کي ډير اغيزمن او ګټور تماميږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه