د ښووني او روزني پوهنځی علمي شورا غونډه وسوه

                                                                 ۱۴۰۱/۰۲/۲۵ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ښووني او روزني پوهنځی علمي شورا غونډه وسوه، چي په شورا کي د پوهنځی رئیس ښاغلي محمد ولي «ولي»، د مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله یعقوبي، د څانګو آمرينو او استادانو ګډون کړی و.

په يادې غونډه کي پر ۲۰% سلنه ازموينو، د استادانو پر ځاني آرزوني، د څانګو لپاره پر خپلمنځي ټاکنو او يو شمېر نورو موضوعاتو باندي بحث وسو.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه