اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې (۳۵۷) تنه په علم سمبال ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې (۳۵۷) تنه په علم سمبال ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.
۱۴۰۰/۱۲/۱۸ لمريز کال

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه چي د تير لس کلن علمي مزل سره ټولني ته د علميت د غني توب او د خدمت په موخه زرګونه تنه فارغ کړي، دا ځل یې هم (۳۵۷) تنه نور هم د ليسانس په کچه په طب، حقوق او سياسي علومو، انجنيري او ښوونه او روزنه پوهنځیو کي فارغ کړل.

په يادي غونډي کي د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ډاکټر عصمت الله يعقوبي، اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلی پوهنیار عبدالمنان سلطاني، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ښاغلی ډاکټر سميع الله سعيد، د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو، اداري کوونکو، د هلمند پوهنتون، بست پوهنتون او وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې، د عالي دارالمعلمين استازي او د فارغینو والدينو او فرهنګي ځوانانو ګډون درلود.

په غونډه کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي عبدالمنان سلطاني ټولو فارغ ځوانانو او خويندو ته مبارکي وويل، ټولو څخه یې غوښتنه وکړل، چي لا خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او اوسنی عصر یې د قلم په سيالۍ خپلولای سي.

د لوړو زده کړو فوق العاده استازي ښاغلي ډاکټر سميع الله سعيد د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي رسالت څخه مننه او قدرداني وکړ، هغه فارغ ځوانانو ته مبارکي ويلو ترڅنګ د نورو لوړو زده کړو غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چي اوسنی وخت موږ ځوانانو ته د کاري خدمت فرصتونه رامنځته کوي او اړتيا ورته لرو، د ټولو څخه یې د وطن لپاره د قلمي خدمت غوښتنه وکړه او ددې تر څنګ یې د مؤسسې رئیس او ممتاز محصلين په ستاينليک سره ونازول.

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د فارغينو له جملې څخه ښاغلي عصمت الله عزيزي په خپلې وينا کي د مؤسسې له مؤسس، رئیس او خپلو ټولو استادانو څخه مننه وکړه، هغه وويل، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه کي يې د علميت له مخي عملي پوهه هم ترلاسه کړې او ويې ويل، چي د هر ځوان لپاره د علمي روزني غوره انتخاب همدا پوهنتون دئ.

په غونډي په وروستيو کي ټولو محصلينو ته د هغوی فراغت تصديقونه ورکړل سوه او په دعا سره غونډه پای ته ورسول سوه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه