اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي د بيا فعاليت د جواز اخیستني پرانیست غونډه وکړه

اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي د بيا فعاليت د جواز اخیستني پرانیست غونډه وکړه.
۱- ۱۲- ۱۴۰۰ل.

نن اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې پخپل علمي انګړ کي د طب پوهنځي د بيا فعاليت جواز اخیستني په وياړ غونډه دايره کړه.
په غونډه کي د اراکوزیا د بنسټګر، رئیس، مرستيالانو، استادانو، کارکوونکو او محصلينو د ګډون ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو فوق العاده استازي ښاغلي ډاکټر سميع الله سعيد، د بُست پوهنتون، وادې هلمند پوهنتون قدرمنو استازو، د استخباراتو، معارف، عامي روغتيا او نورو ارګانونو محترمو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني د طب پوهنځي اړوند د تېر حکومت ناسمي، غيري عادلانه او د لوړو زده کړو وزارت د ارزيابۍ د اصولو خلاف پريکړي، يادونه وکړه، هغه زياته کړه، چي موږ د نوي حکومت څخه د خپل حق غوښتنه وکړه، چي د داخلي پلټني او د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوني د محترمو مسؤلینو له دقيقي کتني څخه وروسته مو بیرته د طب پوهنځي جواز ترلاسه کړ او دا برياليتوب یې د هلمندي ولس له پاره د خوښۍ زېری وباله.

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ښاغلي ډاکټر سعيد آغاجان اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې ته د طب پوهنځي د فعاليت د جواز بیا ورکړي مبارکي وويل او دا یې لويه خوښي او د هيوادوالو له پاره یې په لوړو زده کړو کي نيک او د خير ګام وګڼئ.
د غونډي په وروستيو کي د اراکوزيا پوهنتون مؤسس د لوړو زده کړو وزارت د هلمند د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محترم استازي ته شل طبي سکالرشپونه (لس وړيا او لس هم په ۵۰ سلنه تخفيف) د شهيدانو او بېوزلو کورنيو زده کوونکو په خاطر ورکړه.

د يادوني وړ ده، اوسمهال اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسه د طب پوهنځي د فعاليت بيا جواز اخیستني ترڅنګ په انجنيري، حقوق او سیاسي علومو، ښووني او روزني پوهنځیو کي محصلين مني.

په درنښت
اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه