د اراکوزیا پوهنتون او جامي پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو

د اراکوزیا پوهنتون او جامي پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.
۱۴۰۰/۱۱/۳۰

د اراکوزیا او جامي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو علمي همکاریو تفاهمنامه لاسلیک سوه، چي په دې سره به دواړه پوهنتونونه د علمي همکاریو نوی باب پرانیزي.

دا هوکړه لیک د اراکوزیا پوهنتون په استازیتوب ښاغلي قدرت الله یعقوبي او د جامي پوهنتون د رئیس دوکتور ميرمحمد ایوبي ترمنځ د جامي پوهنتون د ریاست په مقام کښي لاسلیک سو.

د لوړو زده کړو وزارت د مقرارتو او لایحو په رڼا کي د همکاریو دا ډول تړونونو څخه په استفاده به د دواړو پوهنتونونو د محصیلینو او کارکونکو د ظرفیت لوړولو او تجربو شریکولو یو غوره فُرصت دئ.

په درنښت
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنیزه څانګه