علمي شورا غونډه وسوه

      No Comments on علمي شورا غونډه وسوه

علمي شورا غونډه وسوه.
۲۸/۱۱/۱۴۰۰

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې خپل نوبتي او مياشتنۍ علمي شورا غونډه وکړه.

په غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې محترم مؤسس حاجي ډاکټر عصمت الله یعقوبي، موسسې رئیس، د مؤسسې درې ګوني مرستیالان، د کيفيت د لوړاوي آمر، د پوهنځیو رئیسان او استادانو ګډون درلود.

په دې غونډه کي د ژمني سمسټرونو د وروستیو ازموینو، د طب پوهنځي پرانیست غونډي، پسرلني کانکور ازمويني پر تخفیف او د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کالونو د مختلفو درو محصلينو فراغت غونډي له پاره پر چمتوالي همدارنګه د اداري او تدريسي چارو د ښه سمبالتيا له پاره خبري وسوې.

اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنیزه څانګه