طب پوهنځی را روانو ازموينو ته کاملاً چمتوالی لري

طب پوهنځی را روانو ازموينو ته کاملاً چمتوالی لري.
۱۴۰۰-۱۱-۲۵
د اراکوزيا پوهنتون د کيفيت د تضمين او لوړاوي کمېټي دا جلسه تر کلونو ځنډ وروسته په طب پوهنځي کي جوړه کړه.
د اراکوزيا پوهنتون مؤسس، عمومي رئيس، مرستيالان، د طب، حقوقو او تعليم و تربيې پوهنځيو رئيسان او استادان ددې مجلس ګډونوال ول.
په دې غونډه کي د لوړو زده محترم وزارت له هغي پريکړي يادونه وسوه چي د اراکوزيا، شفاء او ترکستان د لوړو زده کړو مؤسساتو د مخکنيو تبديل سوو محصلينو په اړه سوې وه.
د فیصلې احکام: (…به اساس بند «۲» فيصله شورای رهبری وزارت تحصیلات عالی پوهنځی طب معالجوی آن نهاد محترم کما فی سابق به فعاليت های خویش ادامه دهند از آن نهاد رجامندیم در قسمت فراهم نمودن زمینه تحصيل برای محصلین همکاری نموده و تمام محصلین محترم ميتواند کما فی سابق به دروس و امتحانات خویش در آن نهاد محترم تحصيلی ادامه دهند و از تطبیق فیصلۀ فوق اطمینان بخشند.)
د طب پوهنځي په اړه د ياد پوهنځي مسؤلين وايي چي هره ورځ د محصلينو چارو د مرستیالۍ د احصايې له مخي په لسګونو نوي او پخواني محصلين د پسرلني کانکور د نومليکني او تبديلۍ په موخه راځي.
د پوهنځي رئيس ډاکټر عصمت الله يعقوبي وايي چي د خزاني سمسټر محصيلينو له پاره چي مخکي يې نورو مؤسساتو ته تبديلۍ اخيستې وې، اوس بيرته خپل پوهنتون ته راګرځيدلي دي، چي پوهنځی يې هم د سمسټر د وروستيو ازموينو له پاره مهال ويشونه اماده کړي او را روانه يکشنبه به ازمويني پيل کړي.
د طب پوهنځي رئيس د تبديل سوو محصلينو په اړه وايي چي د دوی بیرته راتګ د تبديلۍ ټوله پروسه طی کول نه غواړي بلکي د يوه فورم د ډکولو په اساس په ډيري اسانۍ سره محصلين را تلای سي.
خپرنيزه څانګه