ديني او عصري زده کړي په ګډه زموږ د هيواد غوره راتلونکی تضمينوي

۱۴۰۰۱۰۱۸

په هلمند کي د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له پاره د لوړو زده وزارت فوق العاده استازی او ورسره ملګرو يې د شنبې په ورځ د اراکوزيا پوهنتون د روانو چارو څخه ليدنه وکړه.

ډاکټر سمیع الله سعيد د اراکوزيا پوهنتون د رئيس پوهنيار عبدالمنان سلطاني او نورو مسؤلينو په ملتيا تدريسي ټولګو ته ورغلی، د محصلینو سره يې خبري وکړې.

ښاغلي سعيد د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلينو سره په خبرو کي وويل چي حقوق او سياسي علوم د يوه ملت بقا او پايښت تضمينوي، دا پوهنځی به د علومو يوه ثابته څانګه وي او فارغین به يې د اسلامي امارت د حکومت په لوړو بستونو کي مقرر سي.

ډاکټر سمیع الله سعيد د لوړو زده کړو په اړه د محصلينو وروستيو تشويشونو او ستونزو ته په کتني ډيري مستدللي خبري وکړې، هغه وويل چي لوړي زده کړي به د ديني زده کړو په ملتيا د هيواد غوره راتلونکی تضمين کړي.

د پوهنتون په استازيتوب ښاغلي سلطاني صاحب استازو او محصلینو ته په اداري او تدريسي چارو کي د کيفيت ته د پام ساتني ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چي په راتلونکو نږدې وختونو کي به اراکوزيا پوهنتون د خپل پخواني برم او عظمت پر لور د پوهي مشعلونه د لوړو زده کړو په نورو څانګو کي هم روښانه کړي.

خپرنيزه څانګه