دتدريسي کيفيت د بهبود طرزالعمل په اړه يو ورځنی ورکشاپ دایر سو

۱۴۰۰۱۰۱۲

د اراکوزيا پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي استاد او د کيفيت د لوړاوي آمر ښاغلي نذير احمد رښتينی ياد ورکشاپ وړاندي کړ.

د تدريسي کيفيت د بهبود د ارزوني يا Procedure of Teaching quality assessment په اړه رښتيني وويل چي ددې طرزالعمل له مخي استاد د محصلينو په مرسته په پنځو مرحلو کي ارزيابي کي کيږي چي د تدريسي ميتودونو او د محصلينو د زده کړي په پروسه کي د پام وړ پرمختګ راځي.

دا ورکشاپ د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د PDC مرکز لخوا وړانديز سوی وو.

خپرنيزه څانګه