اراکوزيا پوهنتون علمي شورا ناسته وکړه

نيټه: ۱۴۰۰-۸-۳۰
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا غړو میاشتنۍ غونډه وکړه.
په ياده غونډه کي د پوهنتون رئيس، علمي مرستیال، د پوهنځيو رئيسانو او د کيفيت د لوړوداوي آمر ګډون کړی وو.
ددې ناستي محوري موضوعات: د کيفيت د لوړاوي د دريم پړاو ارزوني له پاره چمتوالی، د څېړنيز مرکز انکشاف، مطبوعاتي پوښښ زياتول، د اتم سمسټر محصلانو نتايج او فراغت غونډه او د محصلانو د فيس اړوند، بحثونه وسوه.
د پوهنتون رئيس ښاغلي عبدالمنان سلطاني د يادو موضوعاتو اړوند د غونډي د ګډونوالو نظريات د رايو په اکثريت په تصميم نيونه کي ثبت او اړوندو شعباتو ته دندې ورکړې.
د خپرونو څانګه