د اراکوزیا پوهنتون د تحقیقاتي مرکز میاشتنۍ علمي ناسته تر سره سوه


۱۴۰۰/ ثور/ ۳۰
د څېړنیز مرکز په دې میاشتنی ناسته کي د څېړنیز مرکز اړوند کمپیوټر لب، کتابخانې، څېړنیزي کمېټې او څېړنیز بورډ په اړه د استاد علمي محمد مظفري له لوري میاشتنی راپور وړاندي سو.
مظفري وویل چي د علمي فعالیتونو څخه یې یو دا هم وو چي د استادانو مقالې یې تر چمتوالي وروسته په نړیوالو ژورنالونو کي خپرې کړي دي.
په ورته مهال د علمي کنفرانسونو، سیمینارونو ، څیړنیزو پروژو اوعلمي مقالو په اړه هم مفصل بحث تر سره سو.
اراکوزیا پوهنتون د خپلو کړنو د بریالیتوب او غوره مدیریت په موخه میاشتنی او کلنی ناستي تر سره کوي.
په درنښت.
نشراتي کمېټه.