د پسرلني کانکور ازموینه واخیستل سول


۱۴۰۰/ حمل/ ۲۷
د اراکوزیا پوهنتون د ۱۴۰۰ لمریز کال د بهاري کانکور ازموینه په خورا شفاف ډول د اراکوزیا پوهنتون په انګړ کي واخستل سوه.
دازمویني له پیل وړاندي د اراکوزیا پوهنتون رئیس پوهنیار عبدالمنان سلطاني ګډونوالو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه چي د هیواد د پرمختګ یوازینی لار د علم او پوهني لمن نیول دي.
وروسته د هلمند پوهنتون استاد پوهنیار حمید الله حمیدي د زده کړو پر ارزښت خبري وکړې او د دې پوهنتون هڅي یې وستایلې.
له ویناوو وروسته د معرفي سوي پلاوي پر وړاندي د ازمویني صندق د محصلینو له لوري پرانیستل سو.
دې ازمویني کي ۱۶۳ تنو نارینه او ښځینه زده کوونکو برخه اخیستې وه.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.