د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې شخصي ودانۍ د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل سول

۱۴۰۰/ حمل/ ۱۵
دې پرانیست غونډي کي د هلمند سرپرست والي بریالي نظري، د ښځو چارو په برخه کي د والي مشاوره قمر نیازۍ، د پوهني رئیس محمد داود شاه سفاري، د بشر حقوقو خپلواک کمیسیون رئیسه عفیفه معروف، ملي تجار حاجي محمد عسی عمري، د هلمند پوهنتون او بُست پوهنتونونو مسؤلینو، ګڼ شمیر مدني فعالانو، د دولتي ادرو مسؤلینو، ځوانانو او محصلینو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکریم په تلاوت سره راپیل سول ، وروسته د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنیار عبدالمنان سلطاني وینا وکړه.

ښاغلي سلطاني د غونډي ګډونوالو ته وویل: تعلیم د پرمختګ او تورو تیارو څخه د روښنائي لوري ته تلل دي، او له ولسونو څخه یې وغوښتل چي ځانونه او اولادونه د تعلیم په ګاڼه سمبال کړي.
ده همداراز زیاته کړه چي دا ځل یې د لوړو زده کړو له پاره په عصري وسایلو او امکاناتو سمبال ودانۍ جوړه کړې چي د هیواد بچیانو ته به ښه روزنه په کې تر سره سي.

همدا راز د هلمند سر پرست والي بریالي نظري هم په خپل وار سره وویل: دا ودانۍ په هغه معیار جوړه سوې د کوم هیله چي کېدل، ما چي دا ودانۍ ولید زیات خوښ سوم؛ یو جګړه ځپلي ولایت کي زموږ هیوادوالو ته د زده کړو زمینه مساعده کېدل دزیاتي نېکمرغۍ نښه ده.

سرپرست والي ددې ودانۍ د پرانیستني مبارکي لمړی ددې مؤسسې مؤسس او بیا ټولو هیوادواتو ته وویل او د زده کړو له پاره یې غوره ځای وباله.

په ورته مهال د هلمند پوهنتون استاد دوکتور نوراحمد ایمل هم وویل: د هلمند غوندي یو جګړه ځپلي ولایت کي د داسي یو عصري لوړو زده کړو مرکز پرانیستل د افتخار ځای دی او انسان ته د ارامۍ احساس ور کوي او ټولو هلمندوال ته یې د پرانیستلو مبارکي وړاندې کړه.
د ایمل په خبره صنفونه معیاري او تدریس کولو ته اماده دي.

د غونډي په وروستیو کي د ودانۍ پرانیستنه لمړی د پټۍ په پرې کولو او بیا د ودانۍ معلوماتي ډبرې په ښکاره کولو سره افتتاح سول.

اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه په ۱۳۹۰ لمریز کال کي پرانیستل سوې چي ګڼ شمېر محصلین یې فارغ کړي.
د اوس له پاره د حقوق او سیاسي علوم، ښووني او روزني او انجینري پوهنځي لري چي همهاله زده کړي دوام لري او د روان کال له پاره هم په پورته دريو پوهنځیو کي نوملیکنه روانه ده، چي د حمل میاشتي پر ۲۷ نېته به د کانکور ازموینه واخیستل سي.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.