د ښووني او روزني پوهنځي د علمي شورا میاشتنۍ ناسته تر سره سوه

۱۴۰۰/ حمل/ ۱۱
د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د ښووني او روزني پوهنځي د حمل میاستي علمي شورا ناسته وسوه.
یاده ناسته د پوهنځي د رئیس محمد ولي ولي په مشری تر سره سوه چي د پوهنځي ټولو استادانو او د څانګو امرینو پکي ګډون کړی وو.
دوی پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحث تر سره کړ او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.
د یادوني ده چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه او ټولي پوهنځۍ هره میاشت د علمي شورا ناستي لري چي پکي پر اړینوعلمي موضوعاتو خبري او مشورې کوي.