د جینایي پیښي څېړل د محصلینو له لوري تر سره سوه

۱۴۰۰/ ۰۱/ ۱۰
د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د قضا او څارنوالۍ څانکي زده کړیالانو ته د جینایي پیښو څیړل په عملي بڼه د کریمنالسټیک مسلکي استادانو له لوري تر سوه.
په دې تمثلي پېښه کي څلورو تنو محصلینو چي یوتن څارنوال، د عدلي طب ډاکټر، پولیس او یوتن هم د برسۍ مسلکي کارمند په توګه رول اداء کړ.
دوی ټولي هغه کړني پریوه پلاستیکي / مصنوعي جسد تر سره کړې چي د جینایي پیښو دڅېړلو پرمهال زموږ سره دحقیقت په مندولو کې مرسته کوي او محصلینو ته ور وښودل سول چي څنګه یوه جینایې پېښه وڅېړي.
ټولو محصلینو په دې برخه کي پوره پوهاوی او عملي زده کړه تر لاسه کړه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس نیازمحمد احساس وویل : موږ داسي نورو پروګرامونه هم لرو چې دمحصلینو دعملي پوهي دزیاتېدو لپاره به دپلان مطابق ترسره سي، تر څو په کاري ساحه کي له ستونزو سره مخ نسي.

اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه تل کوښښ کوي، چي خپلو محصلینو ته د تیوریکي زده کړو تر څنګ عملي زده کړي هم وړاندي کړي.