داراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې ګڼ شمېر محصلینو د علمي فعالیت په موخه له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۰/ ۰۱/ ۰۵
د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د بیلابیلو پوهنځيو زده کړیالانو د علمي فعالیت په موخه ددې مؤسسې په تحقیقاتي مرکز کي د مختلفو تحقیقاتي اثارو او پروژو څخه لیدنه وکړه.

یادو محصلینو ته د تحقیق او مقالې لیکني په اړه د استاد علي محمد مظفري او محمد قاسم افغان له لوري لنډ معلومات ورکړل سول.

ښاغلي مظفري د هغو مقالو په اړه هم معلومات ورکړل چې دمؤسسې داستادانو له خوا په معتبرو نړیوالو ژورنالونو کې خپرې سوي وې.

د یادوني ده چي په تحقیقاتي مرکز کي دپلان له مخي محصلینو ته د تحقیق په اړه معلومات وړاندې کېږي چي د سیمینارونو، مونوګرافونو او د نورو تحقیقاتو پر جریان کې ورته حیاتي ارزښت لري.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.