اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د اراکوزیا کرکیټ لوبډلي فعالیتونه وستایل

۱۴۰۰/ ۰۱/ ۰۵
دا چي اراکوزیا کرکیټ لوبډلي د هلمند ولایت داخل او بیرون بېلابیل تورنمینټونه او سریزونه ګټلي او بریاوي یې خپلي کړي دي نو په همدې موخه یې کړني د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري وستایل سوې.
ددې مؤسسې ریس پوهنیار عبدالمنان سلطاني د یادې لوبډلې کړني وستایلې او وه یې ویل چي هڅه کوي له هلمند نه بهر کي هم ورته د لوبي کولو چانس برابر کړي او خپل هیڅ ډول همکاري به ترې ونه سپموي.
د یادي لوبډلي لوبډل مشر د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې له همکاریو مننه وکړه چي ځوانانو ته یې د زده کړي تر څنګ د ورزش زمینه هم برابره کړې.
ده وویل: دا ستاسي د همکاری، تشویق او ستایلو برکت دی چي زموږ لوبډله بریا خپلوي.
د لیدني په وروستی کي د اراکوزیا کرکیټ لوبډلي لوبغاړو ته د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري ستاینلیکونه ورکړل سوه.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.