ماسټرۍ ته د تللو په موخه د استاد بصيرالحق عادل د مخه ښې ناسته وسوه

۱۳۹۹/ ۱۲/ ۲۷

د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ د غړو او استادانو لخوا د استاد بصیرالحق عادل د مخه ښې مراسم جوړ سول.

په پيل کې د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس پوهنیار عبدالمنان سلطاني د استاد عادل د کارونو او فعاليتونو قدردانی وکړ.

ښاغلي سلطاني وويل: ((عادل پوره پنځه کاله مخکې اراکوزیا ته راغی، دلته د کتابتون مدير سو، چې موږ يې وړتیا وليده بیا مو تدريسي مدیریت ور وسپاره، هلته چې وځلېد د ښوونې او روزنې پوهنځي رياست مو ورکړ او ځان چې يې ښه ثابت کړ، نو د رهبرۍ د غړو په مشوره مو د مؤسسې د علمي مرستیال په توګه انتخاب کړ))

ښاغلي سلطاني وويل، موږ ته یوازې وړتیا مهمه ده او مؤسسه ژمنه ده چې وړ کسان به په مناسبو بستونو ګماري.

دغه راز د پوهنځیو رئیسانو او استادانو هم د استاد عادل د کارونو، فعاليتونو، له دوی سره د ښې همغږۍ او همکارۍ له امله مننه وکړه.

وروسته د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې بنسټګر د استاد بصیرالحق عادل د وړتيا او فعاليتونو مننه وکړه او ویې ويل که څه هم د ښاغلي عادل نشتون مؤسسه کې یوه تشه ده، خو د خوشالۍ خبره ده چې نوموړی د لوړ تحصیلاتو لپاره له مؤسسې مخه ښه کوي.

هغه وویل مؤسسه په هر وخت کې د استاد عادل ملاتړ کوي.

د ويناو په وروستۍ برخه کې استاد عادل خبرې وکړې او د مؤسسې له رهبرۍ يې مننه وکړه چې پر ده يې باور وکړ او په لوړو موقفونو کې يې ټولنې ته د خدمت جوګه کړ.

وروستيو کې د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې لخوا استاد عادل ته ستاينليک او د استادانو په استازيتوب د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئيس لخوا ورته چپنه پر اوږو واچول شوه.

د یادونې ده چې استاد بصيرالحق عادل له تېرو پنځو کلونو راهیسې د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه کې د کتابتون مدیر، نشراتو مدير، تدریسي مدير، ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس او له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې يې د مؤسسې د علمي چارو مرستیال په توګه دندې اجرا کړي دي.

نوموړی د ازادې سيالۍ له لارې د کابل دولتي پوهنتون ماسټرۍ برنامې ته بریالی سوی چې راتلونکې اوونۍ کې به د ګډون په موخه پلازمېنې کابل ته لاړ سي.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.