داراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې او د نصرت د ځوانانو علمي او فرهنګي ټولنې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک سو

۱۳۹۹/ ۱۲/ ۲۳
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې او د نصرت د ځوانانو علمي او فرهنګي ټولنې ترمنځ د شانداره مراسمو په ترڅ کې د همکارۍ هوکړه لیک امضاء سو.

په پیل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار او د هلمند ولايتي شورا پخواني وکيل میرزا حسين عليزاده خبرې وکړې.

هغه وويل د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه چې تل يې بېوزلو ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده، د دې توافقنامې پر اساس به هغه ځوانان په ۵۰ سلنه تخفیف ومني چې د نصرت د علمي او فرهنګي ټولنې لخوا ور پېژندل کېږي.

نوموړي وویل سويلي زون کې اراکوزيا يوازينۍ د لوړو زده کړو مؤسسه ده چې ټولو قومونو ته يې برابر ونډه ورکړې او ملي يووالي ته کار کوي.

هغه وويل اوس مهال اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه کې پنځه د دري ژبې استادان دنده لري چې دا خپله د ملي یووالي نمونه ده.

دغه راز د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنيار عبدالمنان سلطاني وويل، دوی د علم د خپرېدو په موخه ځوانانو سره هر ډول همکاري کوي.

نوموړي وويل دوی به په نزدې راتلونکي کې یو شمېر نورو پوهنځيو جواز هم ترلاسه کړي او په لوړ تخفیف به پکې محصلین جذب کړي.

د ښاغلي سلطاني په خبره د همدغه هوکړه لیک پر اساس چې دوی يې نصرت د علمي او فرهنګي ځوانانو ټولنې سره لاسلیک کوي هدف يې فقط د هغو ځوانانو د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو ارمانونه پوره کول دي چې د فیس ورکولو توان نلري.

نوموړي وويل دوی په تېر کې هم هلمند کې د ټولو قومونو څخه په عادلانه توګه په لوړ تخفیف محصلین منلي دي.

نوموړي وويل دا تخفیف به تر اخري سمېستر ثابت وي.

تر دې وروسته د هلمند د ښځو چارو رئيسې وجیهه مقدس رسولي خبرې وکړې او له دواړه لوریو يې مننه وکړه.

نوموړې وويل، اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه هلمند کې یو داسې تحصيلي بنسټ دی چې د نارینو ترڅنګ يې ښځينو سره پام وړ مرسته او همکاري کړې.

تر دې وروسته د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس او د نصرت د ځوانانو او علمي او فرهنګي ټولنې د مشر ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د يادونې ده چې یادو مراسمو ته هلمند کې د اهل تشيوع د بېلابېلو اتحادیو قومی مشران هم راغلي وو.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.