اراکوزیا دفایــــنل په لور!

      No Comments on اراکوزیا دفایــــنل په لور!

سر پر سر شپږمه بریا!
۱۳۹۹/ ۱۲/ ۱۳
د(زده کړه وکړئ) په نوم جوړ سوي ټورنمنټ کي، اراکوزیا پرون په نیمه پایلوبه(سیمي فاینل) کي حمزه ته ماته ورکړه!

حمزه کرکیټ لوبډلي دلوبي پچه(ټاس)وګټئ او د توپ اچوني پرېکړه یې وکړه.

چي اراکوزیا لوبډلي د 20 اورونو په لوبولو سره سیالي لوبډلي ته (216)هدف وټاکئ.

د اراکوزیا لپاره زیاتي منډي لوبډلمشر
نجیب الله ظاهري 74/ شامحمد ستوري 36/حکمت الله مومنیار 23/ او محمد محمدي 22 جوړي کړې.

دحمزه لوبډلي لپاره احسان الله 3 عبدالواحد، ارسلا، او داودشاه یویو لوبغاړی وسوځوئ.
حمزه لوبډلي ونه سوه کولای چي یاد هدف ته ځان ورسوي، او په 18،3 اور کي یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره 166 منډي جوړي کړې، او اراکوزیا د49 منډو په توپیر لوبه وګټل.

د اراکوزیا لپاره په توپ اچونه کي عبدالکبیر3/قریب الرحمن3/ نذیر هیواد3/اوجلیل عمران1/ یولوبغاړي وسوځوئ.
د لوبي غوره لوبغاړی نجیب الله ظاهري سوچی 74منډي یې جوړی کړې.
داراکوزیا لوبډلي مینوالو ته دي مبارک وي
هېره مو نه وي چي یوه ورځ وروسته(پنج شنبه) دشور ، ولولو او جذباتو څخه ډکه پایلوبه (فاینل) دئ.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.