اراکوزيا خصوصي پوهنتون د کانکور ازموينې خبرتيا!

اراکوزيا خصوصي پوهنتون د پوهې د پرمختګ او ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمينې د برابرولو لپاره د دولسم ټولګيو له فارغينو د کانکور ازموينه اخلي.
اراکوزيا پوهنتون د سږنۍ کانکور ازموينې له لارې لاندې پوهنځيو کې محصلين مني:
• د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی.
• د انجينرۍ پوهنځی.
• د ښوونې او روزنې پوهنځی.

د اراکوزيا پوهنتون لخوا بل په زړه پورې زېری:

هغه محصلين چې د لوړ فيس ورکولو توان ونه لري په ۳۰ سلنه تخفيف منل کېږي.
د دولسم ټولګي فارغين چې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو تکل ولري د اراکوزيا پوهنتون د کانکور ازموينې لپاره دې نوم ليکنه وکړي:
نوم ليکنه هره ورځ د سهار له اوه بجو د ماښام تر اوه بجو روانه وي، چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د حمل د مياشتې تر ۲۶ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د يادونې ده چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د حمل د مياشتې په ۲۷مه نېټه د اراکوزيا پوهنتون په انګړ کې د کانکور ازموينه اخيستل کېږي.

د پام وړ!!!
اراکوزيا خصوصي پوهنتون د دارالمعلمين فارغ محصلين د اختصاصي کانکور له لارې په پنځم سمېستر کې مني.
اراکوزيا پوهنتون مجهز لابراتوار
غني کتابتون
کادري روغتون
د موټرو پراخ تمځای
د محصلينو لپاره پارک يا تفريح ځای لري.
درک: لښکرګاه ښار، تور ټانګ د محلي راډيو ټلوېزيون څنګ ته د اراکوزيا خصوصي پوهنتون.
د ګرځنده مبايل شمېرې:
۰۷۰۸۹۰۰۰۴۲
۰۷۹۳۹۰۰۰۴۲
۰۷۴۸۹۰۰۰۴۲
برېښناليک: arakozia.uni1390@gmail.com
وېبپاڼه: www.arakozia.edu.af

اراکوزيا پوهنتون د علم سرچينه او غوره اکاډميک روزنځای