د ۱۴۰۰ لمریز کال له پاره د نیالګیو ایښودل د پټي په پریکولو سره پیل سوو

۱۳۹۹/ ۱۲/ ۰۲
د نوي کال په را رسیدو سره اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په انګړ کي د نيالګيو اېښودل پر داسي مهال پيل سول چي د مؤسسې رئيس، علمي مرستيال، د پوهنځيو رئيسان، استادان او محصلين هم حاضر وو.
د نيالګيو د اېښودني پر مهال د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس پوهنيار عبدالمنان سلطاني وويل، دوي به له مؤسسې دباندي هم له يو شمېر ادارو سره په همغږۍ د ښار په بېلابيلو برخو کي نيالګي کښېنوي.
هغه له خلکو وغوښتل چي د کورونو او چاپيريال د زرغونېدو په خاطر دي نيالګي کښېنوي.
تر دې وروسته د رهبرۍ د غړو، استادانو او محصلينو په لاس يو – یو نيالګی کښېنول سو.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.