په ډیټابیس کي د تدریسي مدیریت اړوند چارو په اړه ورکشاپ تر سره سو

۱۳۹۹/ ۱۱/ ۲۵
هلمند کي د اراکوزیا لوړو زده کوړو مؤسسې تدریسي مدیرانو او پوهنځيو رئیسانو ته په ډیټابیس کي د تدریسي موادو ځای پر ځای کولو او له ډيټابیس نه د غوره استفادي او ګټي اخیستني په موخه ورکشاپ جوړ شو.
دا ورکشاپ د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د مالوماتي ټکنالوژۍ د امر انجینر فرید اغا فاطمي له لوري تر سره سو، تر څو یاد کارمندان د ډيټابیس له لاري خپل تدریسي مواد ځای پر ځای او په ښه ډول ترې استفاده وکړي.
د يادونې ده چې د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره دا ډول نور پروګرامونه هم په پلان کې لري چې پر خپل وخت به ترسره شي.
په درنښت.
فرهنګي او نشراتي کمېټه.