يو محصل د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې کتابتون ته ۷۰۰ ټوکه حقوقي کتابونه ډالۍ کړل


۱۳۹۹/ ۱۱/ ۲۷
د اراکوزا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو پوهنځي د دریم سمیسټر برحاله زده کړیال حاجي صدیق الله افغان د حقوقو پوهنځي اړوند ۷۰۰ جلده کتابونه د دې مؤسسې کتابتون ته ډالي کړه تر څو زده کړیالان ترې ګټه پورته کړي.
د اراکوزیا لوړو زده کړو موسیسې ریس پوهنیار عبدالمنان سلطاني د ياد محصل احساس وستايه او له هغه نه يې مننه وکړه.
ښاغلي سلطاني وويل، له دې کتابونو به د حقوقو پوهنځي استادان او محصلين ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده چې د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه هارډ او سافټ غني کتابتون هم لري چې استادان او محصلين ګټه ترې اخلي.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.