د اور لګېدني پر مهال د ځان ساتني یو ورځنی ورکشاف تر سره سو

۱۳۹۹/ ۱۱/ ۲۵
استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړیالانو ته د اور وژني او ځان ژغورني عامه پوهاوي په برخه کي یوه ورځنی ورکشاف تر سره سو.
د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د حیفظ او مراقبت مدیریت له لوري ددې موسیسې زده کړیالانو، اداري کارکوونکو او استادانو ته د اور وژني او ځان ساتني عامه پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ تر سره سو.
دا ورکشاپ د هلمند د اور وژني امریت سره په همږغي د یاد امریت د نظارت امر لومړي څارن عبدالباقي له لوري وړاندي سو.
په ورکشاپ کي د اور لګیدني لاملونه، د اورلګېدني پر مهال د تدابیرو نیولو په اړه معلومات وړاندي سول.
دې ورکشاف وروستی کي د اور وژني په اړه عملي کار هم تر سره سو او زده کړیالانو او استادانو ته دا ور وښودل سوه چي څنګه د اور وژني سره ډبه استعمال او اور پرې ووژني.
د یادوني وړ ده چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه په بېلابيلو برخو کي استادانو، کارکوونکو او زده کړیالانو ته د پوهاوي ورکشاپونه په پلان کي لري.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت .