د کيفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې په دويم پړاو کې د بريالي کېدو له امله د مبارکۍ پېغام!

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې وکولی شول چې په ۱۳۹۹ ل کې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکونې له عمومي ریاست څخه په دويم پړاو کې د بريالي کېدو لوړه نمره ترلاسه کړي.

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، د رهبرۍ غړو، استادانو او اداري کار کوونکو ته دې دا ستر بری مبارکباد وي.

خدای ج دې دا بری په هلمند او ټول هېواد پورې نېکمرغه کړي.

په درنښت

خپرونو او فرهنګي چارو کمېټه