د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې لخوا د اکاډميک اعتبار اخيستني په وياړ د لمانځني له پاره مشورتي ناسته وکړه.


۱۳۹۹-۱۰-۱۷
په دې مشورتي غونډه کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس، رئیس، مرستيالانو، د تضمين کيفيت آمر، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، د بېلابېلو څانګو آمرينو او مسؤلينو ګډون کړی وو.

د اراکوزيا د لوړو زده مؤسسې رئیس ښاغلي عبدالمنان سلطاني د غونډې برخوالو ته د پوهنتون د یادي ستري بریا او لاسته راوړني مبارکي وویله او دا یې د پوهنتون د ټولو منسوبینو له رهبرۍ او استادانو نیولې د اداري او خدماتي کارکوونکو پوري د ټولو ښاغلو او آغلو د هلو ځلو او زحمتونو پایله وګڼله، چي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په لوړو نمرو بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ.
ښاغلي سلطاني د پوهنتون د علمي او اداري کارکوونکو څخه د منني تر څنګ له هغوی غوښتنه وکړه، چي ددې ستر ویاړ ساتنه وکړي او د کیفیت د لا ښه والي له پاره هلي ځلي وکړي.
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ډاکټر عصمت الله يعقوبي او ښاغلي قدرت الله يعقوبي هم د تضمين کيفيت په دوهم پړاو ارزونه کي د ټولو علمي او اداري کارکوونکو د هڅو، زحمتونو او مشورو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چي تر دې وروسته به کوښښ وکړو چي په دريم پړاو ارزونه کي هم ښې نومرې خپلي کړو.

د غونډي په دویمه برخه کي د لمانځغونډي له پاره د تابیا او چمتووالي په اړه بحث او خبري اتري وسوې، چي د پوهنتون د مشرتابه لخوا د علمي مرستیال او د کيفيت د لوړاوي د آمر په مشرۍ لس کسیزه کمېټه وټاکل سوه، چي په ښه شکل د پوهنتون ددې ستر ویاړ د لمانځي او جشن مراسم تنظیم کړي.

ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسات د لوړو زده کړو وزارت څخه په درو مختلفو عمومي ارزونو کي چي د کيفيت د تضمين او لوړاوي د رياست لخوا کېږي، اکاډميک اعتبار اخلي. اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په ۱۳۹۶ ل. کال لومړی پړوا ۵۵,۲ نومرو او اوس تازه دوهم پړاو په ۷۶٫۱ نومره په برياليتوب تېره کړه، چي په دې سره اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د ځينو امتيازاتو څښتنه کېږي.

خپرنيزه څانګه