ماسټرۍ پروګرام کي د ګډون په موخه له استاد رښتيني سره د اراکوزيا پوهنتون د مخه ښې غونډه وسوه

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو څانګي تکړه استاد او د مؤسسې د کيفيت د تضمين او لوړاوي ادارې له آمر استاد نذير احمد رښتيني سره د پوهنتون رهبرۍ د مخه ښې غونډه رابللې وه.

په دې ناسته کي د مؤسسې مرستيال مؤسس پوهيالي قدرت الله يعقوبي، د مؤسسې رئیس استاد عبدالمنان سلطاني، د څېړنيز مرکز مشر، علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستيال، د طب پوهنځي رئیس، د حقوق او سياسي علومو پوهنځي رئیس، د ښووني او روزني پوهنځي رئیس او استادانو ګډون کړی وو.

استاد نذير احمد رښتيني د مؤسسې له درنې رهبرۍ څخه مننه وکړه چي پر ده يې په لنډه موده کي ډير باور وکړ او په پوهنتون کي يې مهم پوسټ ورکړ.
نوموړي پخپلو خبرو کي وويل چي په تېر کي مو د اراکوزيا پوهنتون له پاره په هره برخه کي د لوړو زده کړو محترم وزارت د قانون، طرزالعملونو، پاليسيو، مقررو او لايحو مطابق ډير کار کړی دئ.

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې مرستيال مؤسس ښاغلي يعقوبي صاحب او رئیس استاد سلطاني صاحب د ښاغلي رښتيني فعاليتونه، کارکردګي او حوصله وستايل. دوی وويل چي رښتيني ستړيا نه پېژنده په شپه او ورځ يې کار کاوه.

د ناستي ټولو غړو د نذير احمد رښتيني د تدريس شېوه او د کيفيت په چارو کي مخکښه وبلئ او زياتول يې چي اميد لري د ماسټرۍ په جريان کي هم خپله دايمي همکارۍ له پوهنتون څخه ونه سپموي.

د غونډي په وروستیو کي د استاد د ستايني او هڅوني په موخه علمي مرستيالۍ لخوا تصديق پاڼه هم ورکړه سوه.

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې دا برجسته استاد په تېر کانکور ازموينه کي د شهيد استاد رباني د ښووني او روزني پوهنتون پښتو ژبي ماسټرۍ پروګرام ته بريالی سوی دئ.