له ۹۹ زده کوونکو د ژمني کانکور ازموینه واخیستل سوه.


۳۰ – ۷ – ۱۳۹۹

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په ۱۹ پړاو ژمني کانکور ازموینه کښي له ۹۹ زده کوونکو څخه په بېلا بیلو څانګو کي ازموینه واخیستل.

په یاده ازموینه کي د مؤسسې رئیس پوهنیار عبدالمنان سلطاني وویل: د هلمند ولايت په دې غمجن او جګړيزه وضعيت کي د علمي پرمختګونو دغسي محافل سړي ته د شيراز افغانستان او انساني هوسايني او بسيايني اميد ورکوي.

زموږ په دې ژمنۍ ازموينه کي تر ۱۴۰ زياتو کسانو نوملیکنه وکړه چي د دغي بدمرغي جګړې په وجه نن لسګونه شاګردان د لاري د بندېدو او نورو خطرونو څخه ګډون ونه کړ.

ښاغلي سلطاني زیاته کړه چي د لړم/ عقرب پر لسمه متفرقه کانکور ازموينه هم لرو په هغه کي به هغه زده کوونکي چي په ننني امتحان کي نسته؛ ګډون وکړي.

د نوموړي په خبره نوي سمېسترونه به د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په نوې ودانۍ کي راپيل سي.

هغه وويل:
“موږ د کیفیت، تدریس او ظرفيت لوړوني په برخه کي له بېلابیلو ادارو سره هوکړه ليکونه کړي او لا هم کیفيت ته کار کوو.”

تر دې وروسته د هلمند پوهنتون د استازي په حضور کي د کانکور د پوښتنپاڼو ځانګړی صندوق د يو نارينه او يو ښځينه محصل لخوا پرانیستل سو.

رسنیزه څانګه