د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتېژیک پلان دفاع غونډه جوړه شوه

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتېژيک پلان د کمېټې د غړو لخوا د يادې مؤسسې پنځه کلن ستراتېژيک پلان سمينار وړاندې شو.

په دې سمينار کې د مؤسسې د رهبرۍ غړو، استادانو اواداري کوونکو برخه اخيستې وه.

په دغه سمينار کې د ستراتېژيک پلان پر ټولو برخو توضیحات ورکول شول.