اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې اتلسمه دوره کانکور ازموينه واخيستله

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې لخوا ۱۳۹۹ کال د بېلابېلو پوهنځيو لپاره د کانکور اتلسمه دوره ازموينه واخيسته.

د مؤسسې رئیس پوهنيار عبدالمنان سلطاني وويل، دا ازموينه چې بايد پسرلي کې اخيستل شوي وای، د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د کرونا وباء له امله ځنډول شوې وه.

ښاغلي سلطاني وويل:

“اوسنۍ ازموينې ته ۳۲۰ محصلینو نوم ليکنه کړې وه، چې اتیا تنې يې ښځينه او پاتې نارينه دي.”

د نوموړي په خبره نوي سمېسترونه به د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په نوې ودانۍ کې راپيل کړي.

هغه وويل:

“موږ د کیفیت، تدریس او ظرفيت لوړونې په برخه کې له بېلابېلو ادارو سره هوکړه ليکونه کړي او لا هم کیفيت ته کار کوو.”

تر دې وروسته د هلمند پوهنتون د پلاوي په حضور کې د کانکور د پوښتنپاڼو ځانګړی صندوق د يو نارينه او يو ښځينه محصل لخوا پرانیستل شو.

پر محصلينو د پوښتنپاڼو له وېشلو وروسته د استاد بصیرالحق عادل لخوا محصلينو ته د کانکور د پوښتنو د ځوابونو او انتخاب په اړه لارښوونه هم وشوه.

د يادونې ده چې د ازموينې بهير د هلمند دولتي پوهنتون د رئيس او ورسره پلاوي لخوا له نزدې وڅارل شو.

درناوی

د اراکوزيا پوهنتون رسنيز دفتر