د خپلواکۍ د ۱۰۱ يمې کلیزې په مناسبت د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسي د رئيس او رهبرۍ د غړو مبارکۍ پېغام!

پوره یو د پاسه سل کاله وړاندې شاه غازي امان الله خان د مېړنيو افغانيو په ملتیا له انګریزي ښکېلاک ځان خلاص کړ او افغان وطن يې په سياسي، ځمکني او فکري لحاظ خپلواک کړ.

د خپلواکۍ ۱۰۱یمه کليزه داسې مهال راځي چې لا هم زموږ ګران هېواد کې د کرونا وباء له امله لوی غونډې او يو ځای راټولېدنه د اندېښنې وړ دي.

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ غړي او ټول استادان او دغه راز محصلين د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ۱۰۱ یمه لسیزه په پوره ویاړ نمانځي.

موږ به دا خپلواکي هغه وخت ښه وساتلی شو چې د هر افغان کور ته د علم څراغ ورسوو او هر افغان مو لوستی او د پوهې په ګېڼه سمبال شي.

د اراکوزیا د لوړو زدکړو مؤسسي، بنسټګر، رئیس، د رهبرۍ غړي، استادان او اداري کار کوونکي د نړۍ په لر او بر کې افغانانو ته د زمري د ۲۸ مې په تړاو مبارکي وايي.

الله ج دې وکړي چې زموږ هېواد کې تل پاتې سوله راشي او د هېواد په لر او بر کې د علم ډېوې روښانه شي.

په درنښت

د اراکوزيا لوړو زدکړو د مؤسسې اداره