د پوهنتون د پيلېدو خبرتيا!

      No Comments on د پوهنتون د پيلېدو خبرتيا!

د اراکوزيا پوهنتون قدرمنو محصلینو!!!!
د کابينې د پرېکړې سره سم د اسد په ۱۵مه نېټه د هېواد د ټولو پوهنتونو حضوري درسونه پيلېږي.
نو اراکوزيا پوهنتون اداره هم د پوره چمتووالي سره پر ټاکلې نېټه خپل حضوري درسونه پيلوي.
ټولو محصلينو ته خبر ورکول کېږي چې د اسد په ۱۵مه نېټه پر خپلو ټاکلو وختونو درسونو ته حاضر شئ.
يادونه:
هر محصل دې روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيسي او لږ تر لږه بايد ځان سره ماسک ولري.

درناوی د اراکوزيا پوهنتون رسنيز دفتر