د اراکوزيا پوهنتون طب پوهنځي کې د استادانو د ګمارنې خبرتيا!

د اراکوزيا پوهنتون طب پوهنځی پنځه ډاکټرانو ته په لاندې شرايطو اړتيا لري:
۱: د طب پوهنځي تايد شوي اسناد ولري.
۲: د استادۍ يو کلنه تجربه ولري.
۳: د تدريس له معاصرو ميتودونو سره اشنا وي.
هغه ډاکټر صاحبان چې د تدریس وړتيا او لېوالتيا ولري، خپل اسناد دې د اراکوزيا پوهنتون د منابع بشري مديريت ته وسپاري او يا دې له لاندې شمېرې سره اړيکه ونيسي:
۰۷۰۸۷۱۹۰۱۶
يادونه:
هغه ډاکټران چې خپله برخه کې تخصص ولري، لومړيتوب ورکول کېږي.