د اراکوزيا خصوصي پوهنتون د کانکور ازموينې خبرتيا!

اراکوزيا خصوصي پوهنتون د پوهې د پرمختګ او ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمينې د برابرولو لپاره د دولسم ټولګيو له فارغينو د کانکور ازموينه اخلي.

اراکوزيا پوهنتون د سږنۍ کانکور ازموينې له لارې لاندې پوهنځيو کې محصلين مني:

• معالجوي طب پوهنځی.
• د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی.
• د انجينرۍ پوهنځی.
• د ښوونې او روزنې پوهنځی.
د اراکوزيا پوهنتون لخوا بل په زړه پورې زېری:

هغه محصلين چې د لوړ فيس ورکولو توان ونه لري په ۳۰ سلنه تخفيف منل کېږي.

د دولسم ټولګي فارغين چې د لوړو زده کړو کولو تکل ولري د اراکوزيا پوهنتون د کانکور ازموينې لپاره دې نوم ليکنه وکړي:

نوم ليکنه هره ورځ د سهار له اوه بجو د ماښام تر اوبه بجو روانه وي، چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د د زمري د مياشتې تر دېرشمې نېټې پورې به دوام وکړي.

د يادونې ده چې د روان ۱۳۹۹ لمريز کال د اسد / زمري د مياشتې په دېرشمه نېټه د اراکوزيا پوهنتون په انګړ کې د کانکور ازموينه اخيستل کېږي.

د پام وړ!!!

اراکوزيا خصوصي پوهنتون د دارالمعلمين فارغ محصلين د اختصاصي کانکور له لارې په پنځم سمېستر کې مني.

اراکوزيا پوهنتون په مجهز لابراتوار

غني کتابتون

کادري روغتون

د موټرو پراخ تمځای

د محصلينو لپاره پارک يا تفريح ځای لري.

اراکوزيا پوهنتون چې پر معياري درسي ټولګيو سنبال دی، څو ځل له کابله د يو باصلاحيته پلاوي لخوا مثبت ارزول شوی.

درک: د پوهنې څلور لارې، د پوهنې رياست مخامخ د اراکوزيا خصوصي پوهنتون.

د ګرځنده مبايل شمېرې:

۰۷۰۸۹۰۰۰۴۲
۰۷۴۸۹۰۰۰۴۲
۰۷۹۳۹۰۰۰۴۲

برېښناليک: arakozia.uni1390@gmail.com
وېبپاڼه: www.arakozia.edu.af
اراکوزيا پوهنتون د علم سرچينه او غوره اکاډميک روزنځای