ډېره مطالعه د انسان ذهن پراخوي

ډېره مطالعه د انسان ذهن پراخوي
ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ځمکې پر سر د هرې موضوع په اړه کتاب لیکل شوی، چې د ضرورت په وخت کې کولای شی ترې ګټه واخلئ او مطالعه یې کړئ. ځکه د کتاب لوستل له تاسو سره د موضوع په روښانه کولو کې مرسته کوي. په کتابونو کې داسې معلومات نغښتل شوي وي، چې ډېر کله په صنف کې د استاد له خولې نه راوځي او یا هم پرې بحث نه کېږي. مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د انسان د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي. مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هرڅه چې غواړی په کتاب کې یې تر لاسه کولای شی. پوهان وايي چې تر ټولو ښه ملګرى کتاب دى.
په یاد به مو وي چې پخوا به مو څه ډول د یوه لغت اصلي مانا زده کوله او یادوله به مو؟ همدا د کتاب ګټه ده، چې اوس په ډېرې اسانۍ سره کولای شی په ډېر کم وخت کې د یوه لغت مانا پیدا کړی. په ځانګړي ډول کله چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوی له ډېرو نویو لغتونو سره اشنا کېږی، چې په زده کولو سره مو یې لغوي پانګه زیاتېږي. مطالعه تاسو ته دا چانس درکوي چې د نړۍ له بېلابېلو فرهنګونو او جغرافیو سره اشنا شئ.
د رخصتۍ د تېرولو لپاره مو د خوښې وړ ځای کوم دی؟ له تاسو یې باید په اړه مخکې له مخکې مطالعه وکړئ، څو هغه ځای ته په ورتلو سره پوره خوند واخلئ. څومره چې مطالعه کوی، په هماغه اندازه مو ذهن هم پراختیا مومي.
مطالعه تاسو ته دا وړتیا درکوي چې له نورو فرهنګونو سره په اجمالي توګه معرفي شی، تاسو به په دې توګه له نورو سیمو سره بلد شی، د خپلې تفریح لپاره د ځای په ټاکلو کې به کومه ستونزه نه لری. ستاسو د لید زاویه د هغو فرهنګونو او سیمو په اړه د مطالعې پر مټ بدلېدلی شي، چې د لیدو هیله یې لری.
لکه مخکې مو چې اشاره وکړه، مطالعه له ذهني قوې ګټه اخلي، دا به د دې سبب شي څو د هغه څه په اړه چې مطالعه کوی یې ستاسو تمرکز لوړ کړي. مجلې، مقالې یا ستاسو انټرنیټي ایمل کولی شي په خپل ځان کې مهم معلومات ولري، خو کتابونه کولی شي سترې کیسې او پښې را واخلي، خو هر څه چې وي، تاسو اړ یاست چې تمرکز مو لوړ وي، نو مطالعه د تمرکز د لوړولو لپاره د سپورت په څېر ده.
که چېرې ډېر کتابونه مطالعه کړی، د هغه څه په اړه چې مطالعه کوی، ستاسو تجربه او پوهه به لوړ وي او دا به د دې سبب شي چې پر ځان مو باور لوړ شي، نو دا چې تاسو ښه مطالعه کوی خلک به د دې هڅه وکړي، چې د خپلو پوښتنو ځواب له تاسو واخلي، تاسو به هغوی د ځان پر لور راجذب کړی، دا خبره د دې سبب کېږي چې تاسو ښه احساس ولری او خپل شخصیت دروند او د کار وړ درته ښکاره شي.
څېړنو ښودلې ده که تاسو له خپلې حافظې کار واخلی، نو هغه به پیاوړې شي او که خپله حافظه ونه کاروی، نو خپلې وړتیاوې به له لاسه ورکړی، د ځينو لوبو په تېره بیا د جدولونو لوبول د الزایمر د ټیټېدو سبب ګرځي، خو هغه لوبې چې په هغه کې تر ډېره کلمې او جملې کارول کېږي، ستاسو د حافظې قوت لوړولی شي، نو مطالعه هم هغو لوبو ته ورته ده چې په هغه کې کلمې او جملې کارول کېږي او تر ډېره تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د کرکټرونو نومونه، پېښې او ډېر څه نور په یاد ولری.
ټول د مطالعې په ارزښت پوه یو او پوهېږو چې باید په خپل ورځني ژوند کې باید د مطالعې لپاره وخت ولرو، خو څوک دا کار کولی شي یا یې کوي؟ خبره همدلته ده، که موږ مطالعې ته په خپل ورځني ژوند کې وخت ورکړو، دا به د دې سبب شي چې فردي انظباط او نظم مو لوړ شي.
کتابونه د لېږد وړ دي، دا چې کولی شی هر ځای له ځان سره کتابونه یوسی، نو دا وړتیا هم لری چې په هر ځای کې یو څه زده کړی.
دا چې کله له ډېرو کتابونو سره مخ شی او د ډېرو معلوماتو پر وړاندې ودرېږی، نو دا څه په د دې سبب شي چې خلاقیت مو لوړ شي او نوي شیان مو ذهن ته درشي، ستاسو ذهن کولی شي د بېلو کتابونو له معلومات سره یو ځای کړي او د یوې مسئلې په حللاره کې له هغه کار واخلی.
ایا تر اوسه داسې پېښ شوي چې د کورنۍ د غړو، مېرمنې او یا هم د دوستانو په منځ کې د ویلو لپاره څه ونه لری؟ دا ډېره دردونکې ده. دغه څه ډېر کله کولای شي چې یو لړ کورنۍ ستونزې هم پیدا کړي، ځکه که تاسو په کور کې پټه خوله کېنی، کېدای شي د کورنۍ له غړو، مېرمنې او یا هم شاوخوا خلکو ته ځینې پوښتنې پیدا شي. که تاسو ډېر کتابونه لوستي وي، تل به د ویلو لپاره په ذهن کې یو څه لری او دا د دې سبب ګرځي چې تاسو په خبرو راولي.
داسې کسان شته چې د فلمونو او د هغو د وسایلو لپاره زیاتې پیسې خرچ کوي، خو کولای شی له دې نه په کمو پیسو باندې څو کتابونه واخلی، چې ان تر دوو میاشتو پورې پرې مصروف وی. هڅه وکړئ چې د ځان لپاره داسې کتابونه واخلئ چې علاقه مو ور سره وي.
د مطالعې او رسمي زده کړو تر منځ توپیر دا دی، چې په رسمي زده کړو کې ته مجبور او مکلف یې، چې هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې په درسي صنف کې کېنې، خو مطالعه تاسو ته دا چانس او یا واک درکوي چې څه وخت مو زړه وغواړي کولای شی د خپلې خوښې وړ شی مطالعه کړی.
څومره چې تاسو کتابونه مطالعه کوی، په هماغه کچه مو ذهني وړتیا هم لوړېږي او له نورو سره د نظر په تبادله کې له تاسو سره پوره مرسته کوي، چې په ډېر دقت سره ور سره خپل معلومات شریک کړی. ډېر کله داسې کېږي چې تاسو د یوه څه په اړه پلټنه کوی، خو مخې ته مو ډېر نور څه هم درشي چې یو څه ور څخه زده کړی.
لومړيتوب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *